(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دعذاب مسلې

[17.May.2018 - 08:20]

دا چې زه ځان ليونے کړم 

دا زه تنګ شم د خپل ځانه

شيخ بابا راته لګيا دے

مسلې کئ د عذاب

 

زه خو دلته په عذاب يم

 د دې خپل خود او احساسه

ځکه کله په سجده شم

 کله اوڅکمه شراب

 

چې بې حسه شم روکيږم

 چې احساس لرم سوزيږم

نه طاقت شته د سکون 

او نه همت د اضطراب

 

چې چاپيره نظروکړم 

همه پټ او ښکاره ځه يم

دا شراب دی ما جوړکړی

 ما جوړکړے دا مهراب

 

مذهب څه دے څورسمونه ، مسلې اومنطقونه

 او د هغې سوال جواب دے 

چې يې نشته دے جواب

 

جانان تش د عاشق مينه ،

 دخپل ځان وينې څټل دی

چې ډير وږے شو مجنون ، 

ځان يې ځان له که کباب

 

رباب څه دے مړګډورے 

 او د توت وچه تنه ده

خو چې سوزد د ادم راشی 

هله هنګ وکړی رباب

 

کله نمر کله رڼا شی ، 

کله غم شی او ژړا شی

غنی خان

-
بېرته شاته