(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ساقي

[17.May.2018 - 08:33]

ساقي چیرته کاسه نیمه شراب لرې که نه

په خواکې چیرته چنګ اویا رباب لرې که نه

زاهد خو په تسپو خلک تړي لکه په پړي 

چې ته به چیرته دار او یا طناب لرې که نه 

ثواب دزاهدانو ملایانو شه نصیب 

رندانو ته رنګین غوندې عذاب لرې که نه 

چې مستو ته مباح کاندې په میو لمبیدل 

اوس وایه ملاجانه چې کتاب لرې که نه 

راغلی یم دا خپله دنیاګي لا هو کومه 

دې خم کې څه قطره نیمه شراب لرې که نه 

دخم بې عزتي ده وچې شونډې داجمل 

راواړوه ساقي که می ناب لرې که نه

-
بېرته شاته