(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اوښکې!

[17.May.2018 - 08:37]

اوښکې!

دا     رڼې    رڼې    اوښکې

ټولې    پښتنې      اوښکې

 

خدائیګو   راته   ګرانې دي

دا    په   مخ  پرتې اوښکې

 

دا     ماشوم    بابا   غواړي

ځکه  یې کړې توې اوښکې

 

دې  پيغلې نه پلار ورک دی

وګوره    یې  سرې اوښکې

 

دا    ابۍ    بې      زویه ده

ورکې    شوې د دې اوښکې

 

دغه    میرمن    لار   څاري

څاڅي  يې تر شپې اوښکې

 

دا    بابا      زامن    غواړي

اوري   ترې د تودې اوښکې

 

دا   زلمی خپل ورور غواړي

ده   هم کړې راتوې اوښکې

 

جوړ  وو یو ماتم په سوات

خود   به    بهیدې  اوښکې

 

دوي ځان ته انصاف غواړي

دا د سوات جلسې  اوښکې

 

زیریه  زړۀ دې ټینګ نه کړو

تا   هم کړې راکښې اوښکې

 

نجیب زیری

۳۰ اپریل ۲۰۱۸

-
بېرته شاته