(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ناتار

[17.May.2018 - 08:46]

ناتار 

له چتراله تر بولانه

ګل خاني په کې روانه

د سالار د سترګو غم خورئ

لار ورکېږي له کاروانه

 

راته وایې پخپل کور کې

اې د تورو لنګو خانه

شناختي کارډ دي درسره وي

بس مرغا بن جا پټانه

 

تر خپل وس هم زیات ذلیل شو

را رسېږه پیر روښانه

پښتنې په ناتار بیایي

له یاغي وزیرستانه

 

لکه اوس چي څومره خوار دي

دومره نه وو بې ایمانه

د بهرام تر امر لاندې 

ستا بچي دي خوشال خانه

 

له کفن سره را پاڅه 

ننګ شو پاته له افغانه

پر دریا او ایمل ږغ کړه

کني ټوله کیسه ورانه

 

موږ خو بیا تالا ترغه شو

زمانه راته حیرانه

ګورګین ډلې ډلې ګرځي

یو ځل راشه میروایس خانه

 

د عینو د سالو روی دی

شه تیار دورِ دورانه

مرهټه پر لاهور مېشت دی

توره آخله احمد خانه

 

موږ غیرت او غرور بایلود

چي ته نیست شوې کالو خانه

په پښتون اوس کوي لوبې

د رنجیت شاهي روانه

 

دغه جنګ به کوئ تاسي

د یتیم اوښکه ګویانه

تور کالیه ستانو مده

خړ پټکیه ګجو خانه

 

فیض محمد ګلګون په وینو

بې اسرې بې سائیوانه

د ګېسفورډ انډرې پرېکړه

مېړنی ارسلا خانه

 

فرنګۍ دي سلامتې

پښتنې شوې بې پرسانه

په تور سرو توران ګډ شول

یو دید راشه عجب خانه

 

سالاري درسره ښایي 

د میوند د درې خانه

ملالۍ لښکر بدل کړي

چي ته نه یې ایوب خانه

 

عربي پېریان یې نیسي

پر وحشت سر دی ناځوانه

د مرغې پر غرو نظر وړه

ننګیالیه پالې خانه

 

دلته تور فرنګ باچا دی

له ډاډره تر واخانه

هشنغر هم د مرګ شومه

ادیرې تر ګلستانه

 

نه مشو شته نه شېرک شته

نه ته راغلې ازمیر خانه

یه ساوڼه موسی خېله 

خدای دي پېښ کړه ناګهانه

 

د ښادۍ ورځې یې ولاړې

ته چي ولاړې له افغانه

سقاوۍ دي چي را زېږي

یه امیر مانو الله خانه

 

ستا ګلونه ګل خانان شول

بېګانه له خپله ځانه 

خان شهید را ته پیدا کړه

را ته راکړه الف جانه بېرته شاته