(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غرض

[07.Jun.2018 - 15:35]

که ته نه کړی  په  بل  چا باندی غرض

بل  به  نه  کاندی  په  تا باندی غرض

که  گدا د بل  په غولی غرض نه کړی 

سپی  به نه کړی په گدا باندی غرض

په ساحل  کشتی د هيچا نه ډوبيږی

که څوک نه کا په دريا باندی غرض

دا دنيا په  احمقانو  ده  ودانه

دانا نه کا په دنيا باندی غرض

زه رحمان د عشق په درد کښی هسی خوښ يم

چی می نشته په دوا باندی غرض

 

رحمان بابا

-
بېرته شاته