(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بد

[07.Jun.2018 - 15:40]

له غمونو به خلاص نه شې د غم خوېش يې

کـه بــدگــوي و بــدآمــوز و بــدانــدېـش يې

مـه بــد وايـه مــه بــد اوره مـه بـد گـوره

درويـشـي دې مـبـارک شـه نـور دروېـش يې

ستا پـه زخم بـه دارو مرهم نور کښـيږدي

که پـه ځان مـرهم دارو د چا پـه رېش(1) يې

که دې ځـان پخپله شمـار تـر هـر چـا کم کړ

نـور زمـا پـه پـوهـه تـه تـر هـر چـا بـېش يې

يـا بـه دد (2) يـا بـه مـنـگـور يـا بـه لــړم يې

کـه داړل کـړې يـا چـيـچل يا په چا نېش يې

پـه خـپـل ديـن نـظـر لـره ديـنـونـه ډېـر دي

څه جاسوس د چا د دين د چا د کېش (3) يې

کــه هــر څــو درنــه غــړيــږم بــده خــويـه

څـه پـه هـره کـوڅـه بـيـا و مـا تـه پېش يې

پـه کـردار تـوره مـشـکـڼـه يـې خـوشـحـالـه!

پـه گـفـتـار سـره د سـپـيـنـو درو (4) وېش يې

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(1) زخم

(2) څيروونکی وحشي ځناور

(3) دين, مذهب

(4) (در) د دال په پېښ سره ــ مرواريد يا ملغلره

خوشال بابا

-
بېرته شاته