(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لوبه

[11.Jun.2018 - 19:15]

لوبه

سپینې باریکې لېچې تشې ګرځومه

بنګړی والې ترورې زمونږ کوڅې ته راشه

 

سپینې باریکې لېچې ابدارې

ګرځوم تشې کۀ راشې خوارې

د ورور په جنج تلمه په لارې

ټوپ مې وهلو په لختی راپرېوتمه

بنګړی والې ترورې زمونږ کوڅې ته راشه

 

بنګړی مې مات شول ښۀ بلوری وو

څۀ د کشمیر څۀ لاهوری وو

د شیشو ډک سراسری وو

ذرې ذرې شو ورپسې افسوس کومه

بنګړی والې ترورې زمونږ کوڅې ته راشه

 

وې مستې جونه په جنج روانې

به مسخرو تلې چوزې نادانې

شی دې میراتې لرې سخرانې

د برمه لار د اشنغر پرې اېستې یمه

بنګړی والې ترورې زمونږ کوڅې ته راشه

 

بنګړی به درکړم په ټاپه ختی

د ناقشانو د لاسه وتی

پکښې به جوړ وی زعفرانی قوتی

کۀ خوښ دې نۀ شول مال به بیرته درکومه

بنګړی والې ترورې زمونږ کوڅې ته راشه

 

یه بنګړی والې واوره کلام

راځه په میاشت کښې یوځل مدام

بنګړی به اخلم په پوره دام

په شړنګا شړنګ ئې عبدالله خوشحالومه

بنګړی والې ترورې زمونږ کوڅې له راشه

عبدالله استاذ د نوښار

-
بېرته شاته