(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قدرمن مشر حامد كرزي ته ! ( شعر )

بـــښـــــنــــه غــــواړم اجـــــــازه راكـــــړئ د څــــو خـــــبــرو كومې چــې مــا ســره په ذهــن كــې د سوال پاتې دي نــن يې ثــواب ګڼم چــې ســتــا غــوږ تـه درورسـېـږي لا تر پــرونه چې پـه رنــګ كــې د وبـــال پــاتــــې دي تا د يــو داسې مــظـلــوم قام مشري په سر اخيستې لــه لــوږې مــري خـواران يــوه مــړۍ ډوډۍ نـــه لـــري د وخت زورګـيرو ترې هــرڅـــه په رڼــا ورځ لــوټـلي له يخنۍ رېږدي اوسېـــدلــــو تــه كــوټــۍ نــه لـــري تــا څــــو څــو وارې لـــه مــــلـــت ســــره وعـــده كــړې ده چـې ټـــولې چــارې به لږ وخت كې اهل كارته سپارم تــــورو تـــيـــارو تــه د ژونـــــدون بــه مــــو رڼـــا راولــــم د ژونــد شېبې بـه مـو د عـدل سپين سهار ته سپارم سـتا پـه نــظــر بــه اهــل كار خـلـك هـمـدغــسـې وي؟ چــې وزيـــران ريــاســـــتــونــه پــه پــېــســو وپــلـــوري بــيــــا د مـلــت پــه شــتــمــنۍ بــانــدې راوڅـــرخېږي زمــونږ كانـونــه، مـعـــدنــونــه پــــه پـــردو وپــلــوري د قدرت وېــش كــې يې پوستونه په ټيكه اخيستي نـــورې راښـكــتــه د قــدرت د آس لــه زيــنــه غــواړو اوس د وعـــدو خـبــره خــتــمــه ده عــمــل تـــه ګــورو چـــې خــپــه نــه شـې مشــره نن خـبـره سپــيـنه غـواړو د اداري فـســاد لــه وجــه ځـــان خــبــر كـــړه مــشــره! چې مظـلـومـانـو ســره څـــه ډول خــيــانــت روان دى هــاغـــه دعـــوه ګــټــي چـــې زور لـــري او زر كـاروي په هــر دفـتــر كـــې واســـطــه او تــــجــــارت روان دى د مــلـــي ګــــټـــې د ســــاتـــنـــې د شـــعــار نـــه لانـــــدې كله د شــرق كـلــــه د غــــرب پـــــه ګــټـــو ســـر وركــوو خــپـــلـــه اوسېــــږو د ســپـېدارو په جــونګړو كــې خو پـــردو مــــاڼـــــيــو تــه د خـــــوار كـــونـــړ نښتــر وركــوو چــــې لاقــــانــــــونــــه زورور ســــــړي لـــــه تـــا ســـره وي په داسې حال كې به له غــلــو پــوښــــتـنه څنګه وشي؟ د كــروزيـــن او د بــنـــګـــلــو لــه څــښــتـــنــانـــو نـــه بـــه ددې مــلــت د شــتــــمــنو پــوښــتــنــه څــنـــګــه وشــــي؟ دې زورورو مــــېــــلـــمــــنــــو ســـره غـــــوږ وجـــنــګــوه پـــښــــتـــنې ســــيــــمې پـــــه بــمــــونــو او توپونو ولي د الــقــاعـــده او تـــرورېــــست پــه نــامـــه هـــره ورځې زمـوږ تـور ســرې، مــاشــومــان پـــه راكــټـــونـــو ولــي هــغــه تــېري چې انــسانــيــت او بـشريــت بـــوږنـــوي ګــوانــتــانامــو كــې له بنـــديـــانــو سـره هــغــه كـېــږي هــغــه چــې هېـــڅ مذهـب او هېڅ دين يې روا نه ګڼي ســتــا لــه بــچــــيــانو افغــانـــانـــو ســـره هــغـــه كـــېـــږي ستانه د سولـې د كاروان د يـــو ســـر لاري پــه حـيــث هــره غــوښتــنـه يو قانــع غـــونـــدې ځــــواب غـــواړي دا پــــوروړي د مـــــلـــــــت لــــه ځــــــــانـــه مـــــه تـــــــاووه دا ولــــــســـــونــــه تــــــرې ذره ذره حــــســــاب غــــواړي كه غـــواړې نوم دې د تاريخ پاڼو كې ځل پاتې شي د حــيـات غـــږ د ولــــســـونـــــو هـــيــلـــې مـــه هـــېـــروه هغه چې ستا په نوم يې څړيكې له پرهار تــښتېدې نـــن د هـــمــاغـــه ژوبـــلـــو زړونــــو هــيــلې مــه هېروه

Hidayatullah Hayat, Stori Majala, Kunar/Afghanistan -
بېرته شاته