(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د یوی کلاشی پیغلی په نوم

د حسن د رنګونو د ګلونو بلې شمعې د غرونو د ښائست په ګړنګونو بلې شمعې دنوي پيغلتوب په بام ولاړې جادوګرې په زړه کې د شاعر د محبت نوې سندرې منم چې ته د ډيرو خوشحالو سره نا اشنا ئې د نوي ژوند د نوې رنګينو سره نا شنا ئې منم چې ستا په ژوند کې به بلا څيزونه کم وي منم چې ستا په زړه به د بلا څيزونو غم وي منم چې ته به ډيرو رڼاګانو ته پسخيږې منم چې ته به ډيرو اداګانو ته پسخيږې منم چې ستا د کلي په کورونو کې تيرې دي منم چې ستا جامې لږې خيرنې دي زړې دي خوته د خپل ښائست د پيغلتوبه خبر نه ئې خو ته د خپل تهذيب د سړيتوبه خبر نه ئې ته د لته د فطرت د رنګينو په غيږ کې اوسې ته دلته د قدرت د تماشو په غيږ کې اوسې ته دلته بله شمع د رنګونو د قيامت ئې ته دلته کې ښائست ئې ليونتوب ئې محبت ئې ته دلته د انګورو د ترخو اوبو خمار ئې ته دلته د خپل زړه د خپلې خوښې خپل اختيار ئې شپيلۍ وهې شپيلۍ وهې چې ګرځې په پټو کې چې زړه دې اوشي ګډه شې د کلي په کوڅو کې دخپل زړه خپلې خوښې د انا په تار غږيږې په چا چې دې زړه ورشي د هغه سره ګډيږې بې غمه، نا خبره، د ثواب او د ګناه ئې خو! بيا هم په زړه سپينه ئې معلومه ئې صفا ئې دژوند د بې وسۍ د مصيبته خبر نه ئې د نو م منافقت د مصلحته خبر نه ئې دا تا چې د کوم نوي ژوند خبرې اوريدلي دروغ دي دا دروغ دي چا دروغ درته وئيلي په هغه ژوند کې څه دي که صفا مې درته اووې دروغ به درته ښکاري که رښتيا مې درته اووې دهغه نوي ژوند د سړيتوب بلا کمۍ دي دهغه ځائې دخلقو څه ناشوني مجبورۍ دي ژوندڅه دی يو بلا ده يو عذاب دی يو هيبت دی دوکه ده بې ايماني ده سراسرمنافقت دی ذهنونه پکې هسې د وهمونو کارخانې دي سرونه د پيريانو د ديوانو ښارئې دي فکرونه د تارکولو غزيدلي سړکونه خيالونه د سيمټو د سيخونو دکانونه ځوانان پکې هغه چې جوړولی شي نوټونه سړي پکې هغه چې ډکولی شي بينکو نه ښائست ئې په پردو رنګونو ځان سنګارول دي الفت ئې د دروغو د د رنګونو کنستل دي جانان ئې يو رنګين مهين پې مخی غوندې دام دی جنون ئې د غرض په لمبو سوی تور غلام دی ياري پکې د سپينې خود غرضه بوډۍ ټال دی خپلوي پکې د خپلو غرضونو نری جال دی ګناه پکې د هرې ناروا لاس اخستل دي ثواب د چا بې وسه په مرۍ چاړه راښکل دي عصمت پکې د ښار د کباړي د دکان کوټ دی قيمت دسړيتوب پکې دسلو روپو نوټ دی غيرت پکې يو شی دی په يوه کاسيره کيږي ايمان پکې د هر څه نه په ښه بيعه خرڅيږي دحسن د رنګونو دکانونه په پيسو دي د ښکلو د مخونو تصويرونه په پيسو دي هر خيال د سړيتوب پکې ناشونی غوندې شی دی احساس د محبت پکې بې وسه ليونی دی ژوند څه دی خو د ژوند په حقيقت پورې خندا ده په حسن پورې ټوقې دي الفت پورې خندا ده چې دلته راپه ياد شي زړه مې و رپي خفه شي ورغلي پرهرونه مې خله پرانزي کچه شي حيا مې لکه وينه په رګونو کې توده شي احساس د بې وسۍ لکه ګرمکې راچوکه شي زه خپله د هغې تهذيب د لارو کوڅو ستړی زه ستا دسترګو وړاندې دهغې اديرې مړی په ما که دې څه وس رسي واپس مې راژوندی کړه په ما مهرباني وکړه د ځانه مې لوګی کړه په ما کې که څه ساه وي هغه ساه زما نه واخله زما سره که ښه کوې نو ما زما نه واخله اوبه که د انګورو لږې پاتې وي نو راکړه زما د وجود وينه په ترخو اوبو صفا کړه زما خواره دړدونه په خالونو کې راپنډ کړه زما د زړه زخمونه د شليدلې ګګرې ګنډ کړ ه ما دلته ددې غرونو د ماښام په دعا رنګ کړه په دې پولو مې اونوله په دې لختو مې بنګ کړه قربان شمه لوګی شم ما د خپلو سترګو تور کړه د دې غرونو په دغه ګړنګونو کې مې خور کړه

-
بېرته شاته