(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[02.Aug.2018 - 14:31]

کله يې منم فرښتو کله جوړې کړي دي

سترګې دې حانانه خدائے په خپله جوړې کړي دي

 

دا سترګې دې واوري لږې دا سترګې دې اولولي

دې خلکو دا نورې قيصې څه له جوړې کړي دي

 

ولي دې راولي دې باڼه غشي راولي دې

مونږه ورته نخښې د ګوګله جوړې کړي دي

 

ځار يې د ځوانۍ د غرور غورونه يې لمبې کوي

مونږ په غرونو لارې تر منزله جوړې کړي دي

 

وينې يې د سر پښو له د پښو نه سر له لاړې شي

يه ګرانه سائل سندرې هله جوړې کړي دي

رحمت شاه ساېل

-
بېرته شاته