(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نه جوړیږي

[02.Aug.2018 - 14:50]

نه جوړیږي

خاوریـنـو خښـتو نـه اوبـو کې دیـوال نه جوړیږي

چې پوخ د میني په اورنه شي وصال نه جوړیږي

زمــا د فـکــر غــــــزونـې سـتـا جـمـال جــوړول

لـه تانـه غـیر جانانه هسې جـمال نـه جـوړیـږی

څو د کارګر د خولو بوي د وینو رنګ ور نه کـړي

دا خوارقسمت د درویزګرو په سوال نـه جوړیږي

څـو په تـدبـیر ملي شعـور را بـیـدار شـوی نـه وي

تقـدیر ته ناستو په پلمو خوشې خیال نه جوړیږي

د عـلـم پـوهـې زمانـه کې فـال نـیـونکي واکـمـن

پـوه شۍ پـه فـال جـادو لویـدلی جلال نه جوړیږي

چې قدم نه اخلي مخکې نه ځي وخت هم نه دریږي

د خدمـتګار ولس له دې حاله حال نه جوړیږي

محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی

-
بېرته شاته