(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شاعر

[28.Sep.2018 - 07:04]

 

 

 

شاعره تا خو د دونېا په  سر جنت جوړ کړی

چې تخېل کې دې خپل کوردمحبت جوړ کړی

 

هرڅه کولی شې،ازادیې چې څه غواړې کېږي

دتخېل خوخدای جنت پشان خاصیت جوړ کړی

 

 په تخېل کې ځان پاچا کړې، نوکران دې ګرځي

دعدالت تخت دې په خېال کې ښه وچت جوړکړی

 

په تخېل کې  پابندي د وخت او ځای نه شته  دی

له وخت او ځای دې ناپیېلی سلطنت جوړ کړی

 

دتخېل په نېلۍ سور چې شو اسمان ته وخوت 

ستوری دېار په څنګ کې ژوندښه دعزت جوړکړی

 
-
بېرته شاته