(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ننګېاله

[28.Sep.2018 - 07:19]

پوهیـال

دپت، ښېګړې او تورې جوړه یاره

پوهیاله وفاداره ننګیالیه لوې پښتون شې

لېرې بهر له پښتونخوا

پردي وطن کښې شوې پیدا

خو پښتو ژبه زده کړه تا

پښتو کول دې هم زده کړي دي له پلاره

پوهیاله وفاداره ننګیالیه لوې پښتون شې

 

پیداېښتي ، پیدا هوښیار یې

په هر یو کار کښې استاکار یې

رېښتیا پوهیاله پوهنیار یې

پوهه دې ګل شه، دقامي خدمت لپاره

پوهیاله وفاداره ننګیالیه لوې پښتون شې

ته په پښتو ژبه ګړېږې

په جرمني لا نه پوهېږې

په دې د ټول ټبر خوښېږې

په پښتوپال زړه کښې د ستوري جوړی لاره 

پوهیاله وفاداره ننګیالیه لوې پښتون شې

 
-
بېرته شاته