(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مهاجره سوله

[12.Nov.2018 - 13:05]

مهاجره سوله 

 

ساه نیولې راغله 

د احساس هدیرې کې یې

کلمات مړه پراته وو

هلته چې هیلو یې تازه 

خاپوړي کول 

تقدیر ورته د هیلو جنازه وویسته 

ویل یې تر کله ؟

بیا یې له یوې سړې اسویلې وروسته 

وپوښتل : ته کله مرې ؟ 

جګړې ورته وویل سولې !

تر هغې نه مرمه چې 

د ایمان تصویر 

د ړان‌‌‌‌‌‌ډو لاس کې وي 

تر هغې نه مرمه چې 

بې عدالتي د وجدان پر مټ 

سنګسار نشي 

تر هغې نه مرمه چې 

د انسانیت ژبه عامه شوي نه وي 

تر هغې نه مرمه چې 

له وحشت دې قیمت لوړ شوی نه وي 

یوه زوروره ساه یې واخیسته وویل یې 

وحشت په وحشت خلاصیږي 

تر هغې نه مرمه چې 

چا وژلی نه یمه 

 

همدا وو ، چې سوله زموږ له ښاره مهاجره شوه

 

سجیه جدي 

28/9/ 2018

کانا‌‌‌‌‌‌ډا

-
بېرته شاته