(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کونړی سیند

[24.Jan.2019 - 21:38]

زما اودسیند خبري.

 

کــونـړی سینـده،خـونـړی سینـده.

پـه نــوم زمایـي،دپـردی سیـنـده.

داڅومره مست يي،لیونی سینده.

لـږ پـه قـلارځـه،کـونـړی سیـنـده.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پنجاب ته مه ځه،زړګی می شین دی.

دلـتــه تیـاره ده،دلـتـه لاټـیـن دي.

منم چي پلاردي،لوي اباسیـن دي.

شاعــرغـزل وايـي،پـه تـامئين دي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کــونـړی سینـده،خـیردي مهـارشه.

دا مــو ارزو ده،تـیـرلـه اغیـارشـه.

شنــه دا ورشـو کـړه،دلـته بهارشه.

تــه خـو زمـايـي، زمـا پـکـارشــه.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کـونـړی سینـده،خـونـکاره سینـده.

ناري می نه اوری، سرشاره سینده.

تاکي فایدی دی،بي شماره سینـده.

نــورمـه بـهیـږه، بـي کاره سـینـده.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کـونـړی سیـنده، زمـاپـه حـال شـي.

خیرات راټول کړی،اخته په سوال شی.

چـغي مي نه اوری،تیرله تاکال شي.

بـل ته ثواب شي،ماتـه وبـال شـي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سیــندپـه ژړاشـو،سیندراپه قارشو.

دا بـی زبـانـه سینـد، پـه ګـفتـارشو.

سـم لـیونـی شـو، تـیزیی رفتارشو.

څـپي څـپي شـو، بـیـرتـه اوارشـو.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سیندراتـه وویـل، جـاهل انـسانـه.

پــه ورور وژنــه، کـي پـهـلــوانــه.

مودی دي وشوي، خونه دی ورانه.

پـه تاکـي وينه ده، څومره ارزانـه.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سینـد راته وویل، ته څه سړی یـي.

عـقل دی نـشتـه، روغ لـیونـی یـي.

دبل جاسوس یي، دپیسوسپی یې.

تـه نـه افغان یـي، نـه کـونـړی یې.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په کومه خوله وايي، چی ته مهارشه.

زمـالاس نـشتـه، تـه لاس پـه کارشـه.

پـاڅـه هـوښیـارشـه، هـله بیـدارشـه.

خـلاص لـه ځـانمرګو، او انـفجـارشه.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سیندراته وایي، چی ته سرسام یې.

تـاکـی نـفـاق دي، ځـکـه نـاکام یـې.

مابه خپل نه کړی، څوچی غلام یې.

شـاعـره ورک شه، تـه هم بدنام یی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سینـدراته وویل، په مابندجوړکړه.

سپیره افغانه، ځانله ژوندجـوړکړه.

دخـپلی خـاوری کـمربـندجـوړکـړه.

بـرق دسره طاق او،هلمندجـوړکړه.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زه چـی روان یـم، دستـرګونـم یم.

زه اوبـه نـه یم، اوښکـي دغم یــم.

ستـا ابادی یــم، جــوار غـنـم یــم.

ستـاهـردښمـن تـه، داتـوم بـم یــم.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

هرڅه به سم شی که ته افغان شوی.

تـیـرلـه دی چوراو،له دی تالان شوی.

پـه تیرو کړو دی، هم پښیمـان شوی.

زه بـه مـهـارشـم، تـه بـه ودان شـي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(کاتبه) سیـندمـي، یـوڅـه ارام کــړ.

زیړمازیګرمي،پـه ځـان مـاښام کــړ.

سیندمي شاعرکړ،راډک مي جام کړ.

ښـه پـه بېرته شاته