(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

[31.Jan.2019 - 13:08]

طنزونه/ محمود نظري

 

افغانی تجاران 

وایی په بهر کي ټول بین المللي تجاران

څومره ښه دي دا افغان کفن کشان

چې راسي موږ ته دا  افغان تجاران

وایي موږ ته راکړه بدل او ارزان شیان

اکسیر یې لږکړه فیلر یې کړه ښه ډیر

زموږخلک  دي ټول غریبان فقیران

یوازې یې موږ مشهوره مارکه پکار ده

زموږ ډیر خلک دي ډیرعالمان زیرکان

خو  چي کله وروته راوړو ډوډۍ وایي

موږ حلال شیان خوریو یو مسلمانان

شراب څښي خو ډوډۍ حلاله غواړي

دا سې دي ځینې ښه افغانان تجاران

دا وطن به څرنګه او څوک آباد کړي

چې تر صفر لاندې یخ نیولي لري وجدان

ددنیا ټول تاریخ تیر او بدل شیان افغان خوري

ځکه ځینې بې  ایمان دي ځیني ذره نه لري وجدان

خره مو ټول له یو سره اکتونه کوي د زمري

ټول خالي ګډوان  ځانونه هینداره کې ویني  خټکیان

هر یو لمونځ کوي روژه نیسي عمرې او حجونه کوي

چې وس لري لکه غواوي څټي خلک لکه خوسیان

په دې وطن کې دچا نه ګیله وکړو له چا نه ګیله

دا ولي ځیني افغانان پلورلي  په ډالرو خپل وجدان

 

*****

 

لقبونه سر چپه سول

 

د لته فاشیست دخلکو ښه چوپړ کوي

دخلکو کالي ایستل دلته اوس رهبر کوي

په دې دنیاکې هر شی سرچپه سوي  دي

سیاست وایي دټولوچوپړ تر ابده خر کوي

لږ د نورو په جیبو لاسونه واهه او منډه

پوه سړی  لږ پام په ډالي د خپل سرور کوي

له تنخواه  پرته بډي اخیستل هم په کار دي

دا کار دې دولت کې هر پست کې یوازې نر کوي

دلته دولت ځکه سر چپه او پچک دی

خدمت موږ ته یوازې  د دښمن نوکر کوي

هر متفکرچې پر اوږو او چکچکو دلته راسي

نورو ته ښه فکر موږ ته کولچه چکر کوي

سیاست هر وخت هر چیري په( ۵۲ )قطعو کیږي

زموږ سیاست هر وخت  زموږدوه جوکر کوي

د ښو خلکو کالي سپین او پاک موږ ته ښکاري

ډوبي پوهیږي چې څومره بوی  د هغو سپين نېکر کوي

د شورا ناکامه اوس ریاست ته لا هم وهي زورونه

دلته هر ې څوکۍ ته سر ماتول هر ازلي خم سر کوي

لیاقت زموږ په اشغال دولت کې په کار نه دی

پروفیسر دلته مجبوره د څوکۍ لپاره جنتر منتر کوي

عادي کارونه بېرته شاته