(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شاعرې

[31.Jan.2019 - 13:12]

زما په اړه مه لیکه سندرې، وه شاعرې

په تا پسې بیا کېږي به خبرې، وه شاعرې

 

هغه جوړه دې واغوسته چې ما درته راوړې

چې څه پېغام دې راکړ مرورې، وه شاعرې

 

نظر مې سترګو پرېښود تا سره د سترګو جنګ کې

شهېدې شوې د سولې دوه کوترې، وه شاعرې

 

نظمونو کې د وصل شېبې مه یادوه، ګوره

همداسې پټې ښې دي ملغلرې، وه شاعرې

 

دا بېت چې پکې وېل دې په بشیر باندې میینه

دا بیا ووایه، حد دی، وه شاعرې وه شاعرې

 

بشیر ګواښ

-
بېرته شاته