(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان

[31.Jan.2019 - 13:18]

زما ګران افغانستانه

•••••••••••••••••••••

لږ به غوږ شي په ما ګرانه

ستا خوږې قیصي کومه

د مزي قیصي کومه

هم د حال ماضي ترمينځه

څو ترخي  قیصي کومه

ستا یو نوم په دي جهان وو

د میړاني دي داستان وو

دشمنان دي په لړزان وو

هر یرغل دي تمبولی

یرغلګردي دې شړلې

چې یې بد درته کتلي

هغه دم دي ژړولې   

چاچې ستا نیو و لپاره

د فریب دام غوړولی

په شرمونو دې یاد شوي 

په شرمونو شرمیدلی 

ستا تاریخ د حماسو دی

هر غلیم دي ځغلولی 

زماګران افغانستانه

خو اوس ستا بچي لګیا دي

ستا په غوښو نه مړیږي

ته یې چور کړي ته یې لوټ کړي

خو یې خیټه نه ‌‌‌‌‌‌ډکیږي

ته یې وران کړي کندواله کړي

لا یې زړه هم نه یخیږي

د ملت مال یې تالا که

د دولت ځمکي یې غصب کړي

بل‌‌‌‌‌‌ډينګونه پرې جوړیږي

مارکيټونه یې پرې جوړ کړل

بس ‌‌‌‌‌‌ډالري راټولیږي

او خارج ته لیږل کیږي

وزیران او کابینه دي 

د خارج نه پارسل کیږي

په‌‌‌‌‌‌ډالرو کې معاش اخلي

خو بهر ټول لیږل کیږي

دوطن غریب ولس مو 

د روزۍ پسي ړندیږي

زما ګران افغانستانه!

بس په تا مې زړه خوږیږي

دا څه کیږي لا به کیږي

لنډه غر درته ګواښیږي

جنګسالار جنګ ته ګډیږي

دافغان له نومه تښتي

او اسلام یې نه خوښيږي

په فساد کې ټول اخته دي

په فساد یې ژوند تیریږي

د ملت غوښې په خوند خوري

نه یریږي نه شرمیږي

نا امنۍ کې خپل خیر ویني

تل د بل لاس کې لوبیږي

ځيني خره خراسان غواړي

دا ستا نوم یې نه خوښیږي

زما ګران افغانستانه !

دغه ټول ستا دشمنان دي

دوی د امن قاتلان دي

که داعش که طالبان دي

یا که ځان مجاهد بولي

جنګ پرسته رهبران دي

د جهاد ټيکه داران دي

ټول دمخي خاینان دي 

امریکا که خارجیان دي

یادي ګرد چاپير پراته دي

خود غرضه ګاونډیان دي

دوی دخپل غرض لپاره

بس اخته دا ستا په ځان دي

زما ګران افغانستانه !

مونږ جنګونو کې رالوي شو

او جنګونو کې روان یو

مونږ نا پوهه بېرته شاته