(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هغه کلی

چی به هميش ګل او ګلزار وه هغه کلی ندی چی دولس مياشتی به بهار وه هغه کلی ندی پيغلی به تللی خوا په خوا ښکلو منګيو سره چی په ګدر به بيرو بار وه هغه کلی ندی هلته هجره وه ښه ديره وه ښی ميلی وی پکښی د ښو ځوانانو به بنډار وه هغه کلی ندی د نارنج ګل وه هره خوا به يي عطرونه پا شل چی د بلبلو چغهار وه هغه کلی ندی سپينو کفترو به اسمان کی ملاقونه وهل چی پری ښا يسته به هر سها ر وه هغه کلی ندی خپل کليوال سره د کلی په دا تنګه کوڅه چی به زمونږ پکښی ديدار وه هغه کلی ندي په محبت کی به مونږ هر يو ټينګ په غيږ کی نيوه له صداقته جوړ بازار وه هغه کلی ندی دا د ملا صاحب په اذان به مو روژی ماتی کړی چی پکښی پروت < حفيظ مليار> وه هغه کلی ندی

عبدالحفيظ مليار د ويانا ښار اتريش Abdul Hafiz Malyar Östereich -
بېرته شاته