(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

‌‌‌‌‌‌ډسمبر 16 م

[31.Jan.2019 - 13:26]

شپاړسم_دسمبر

 

هغه ګلونه جنازې ـــــــــــــــــــــــــــــ او هغه یخ دسمبر

هغه کوڅه کوڅه ماتم ـــــــــــــــــــــ هغه دوزخ دسمبر

هغه سلګۍ سلګۍ ژوندے ـــــ ــــ پۀ زړونو ښخ دسمبر

 

هغه ساعت لکه ـــــــــــــــ د تورې شپې یو تور تناو دے

هغـه قیامت لکه ــــــــــ ښامار زمــــا لـــه خیاله تاو دے

 

هغه فکري ، ــــــــــ هـغه ملي ، ـــــــــــ هـغه قامي المیه

هغه پۀ زړونو کښې ـــــــــــــــ د ساه سره خوندي المیه

هغه بې سترګو ، ـــــ بې پښتو ، ـــــ هغــه وحشي المیه

 

چې څو ړندو ــــــــــــــــــــ د یو مکتب بلې ډيوې وژلې

چې ابلیس فکره ځناورو ـــــــــــــــــــــــــ فرښتې وژلې

 

څنګه محشر به وۀ ــــــــــ چاپېره چې سپرغۍ ورېدې

د مرګ ږلۍ چې ـــــــــــــــــ پۀ بې وسه زندګۍ ورېدې

پۀ ګل بدنو ـــــــــــــــ چې د ګل پۀ ځائې ګولۍ ورېدې

 

پۀ دې ورتو چغو کښې ــــــــــــ څومره قیامتونه به وو

پۀ دې وړو شونډو کښې پټ ــــ څومره سوالونه به وو

 

پورته اسمان ته به ئې ــــــــــ څومره وي زیر زیر کتلي

د قاتل مخ ته به ئې ـــــــــــــــــ سترګو وي ګاګیر کتلي

د بابا لار ته به ئې ــــــــــــــــــ هر ګام وي پۀ ویر کتلي

 

پۀ خپل وجود کښې بندیوان  لکـــه د لاش پۀ څېر وو 

لکـــــه مارغان د یو ښکاري پۀ کافر جال کښې ګېر وو

 

سرۀ دېوالونه، سرې تمبې ، ــــــ او سرې کرکنډې منډې

د خلې دعا ،  د زړۀ درزا، ـــــــــــــ د پښو بربنډې منډې

د مرګي زور ، د ژوند زارۍ ـــــــــ او د ساه لنډې منډې

 

غــلبېل سینې وې څـوک بۀ پس او څوک به زر پرېوتل

تنکي ګلونه ــــــــــــــــ وار پۀ وار پۀ خپل ډنډر پرېوتل

 

چې قیامت ښار ته خپرېده ــــــــــــ بیا اوازونه نۀ وو

پۀ ګونګ مکتب کښې ـــــ نور آهونه ، فریادونه نۀ وو 

پۀ خوره زمکه جوابونه وو ، ـــــــــــــــ سوالونه نۀ وو

 

یو خوا کتاب ،  بل خوا قلم ، بل خوا بسـتې پرتې وې

خورې ورې پۀ سور سېلاب کښې سـرې تنې پرتې وې

 

پۀ دې کښې حوره ، ګل مکۍ هم ــــ ګل ورینه هم وه

پۀ دې کښې سیالـه ، حیا هـم ، عروج ، شیرینه هم وه

پۀ دې کښې څانګـــه ، پاغــونده ، ثنا ، نیازبینه هم وه

 

د چا اتل ، د چا نعمان ، بېرته شاته