(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

احمدشاه بابا ته

[31.Jan.2019 - 13:28]

 

نه به دواړه سترګې تورې په رانجه کړم

 

نه به سپین لاسونه سره کړم په نکریزو

نه به نور په ږمنځ ساز دسر ویښته کړم

 

نه به ماتې ماتې څڼې په مخ پریږدم

ڼه به لاندې باندې لب په پانو سره کړم

 

چې دمینې یار مې نشته چې مې ګورې

دصورت سینګار زه کوم یوه ته وکړم

 

درست صورت باندې مې سرې لمبې شوی بلې

چې دخپل مین دمینې راز په زړه کړم

 

که ژوندون تر هرڅه خوږوی په دنیا کې

اوس بې یاره په ما تریخ شوزه یې څه کړم

 

هغه یار چې چیرته دی خوشال دې اوسی

دی دې خپله خوشالی کړی غم به زه کړم

 

(توتیا خټکه)

د خوشحال خان میرمن ،د اشرف خان هجري او بهرام خان مور توتیا خټکه

-
بېرته شاته