(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ځان مین

[31.Jan.2019 - 13:31]

په ځان مین

په ځان دومره مین شو، چې جهان یې نه لیده

جهان لا څه کوې، چې خپله ځان یې نه  لیده

قاتله   یې  د  ځان او د جانان وه، دځان مینه

لمبه،  لمبه  ارمان  سره، ارمان  یې نه  لیده

د  ځان  د  مینې اور کې  یې نظر  وسوزیده

سور ټیک، دزنې خال، مخ دجانان یې نه لیده

جذبې دځان دمینې یې بېنا سترګې ړندې کړې

دګلو مینځ کښې ناست ‌ؤ، خو ګلان یې نه لیده

ژوندی په مړحساب دی، د رڼا شولو بې بزخې

ځلانده  رڼا   (ستوري)   د  اسمان یې نه لیده 

(Dr. Kabir Stori)

-
بېرته شاته