(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نوې ملالۍ

[31.Jan.2019 - 13:38]

نوی ملالـۍ

ځـان دې سـپـېلـنـی که ! زار د خـپلـې پښتونخوا نه شه

ای پــښـتـنې پـــیـغـلـې د پـښـتـو د بـاغ بـاغــوانــه شـه

 

دا پــښــتــنه خـــــاوره،  د وخـــت نــوې مـلالــۍ غـــواړي

جــوړ کــړه یــو لــښـکـر د پـیـغـلو مخکـې ئې روانــه شه

 

وخـــــت نـــه ایـسـارېـږی قــافـــلـــې د ژونــد روانـــې دې

درومــه د مــنــــزل پــه لـــــور ډیــوه بـلــه روښــــانــه شــه

 

ســتــوری بــه کــیــسې ســتــا د مـېړانې او غیرت کـوي

پــورتــه کــه جــنــډه د پــښــتـون جـګـه تـر اســمانه شه

 

 

 

مه تړه شمله ېاره، په غاړه دې اوږۍ ښه ده

سل بې ننګ ځلمو نه ېوه نره ملالۍ ښه ده

 

ته کېنه کلار په کور

بل دې کړه وړو ته اور

ماته د خوشال توره چابکه مېړنۍ ښه ده

مه تړه شمله ېاره، په غاړه دې اوږۍ ښه ده

سل بې ننګ ځلمو نه ېوه نره ملالۍ ښه ده

 

ته لولې د بل بوستان

هېر دې کړو د مور لسان

ماته د غني ېوه غزله لېونۍ ښه ده

مه تړه شمله ېاره، په غاړه دې اوږۍ ښه ده

سل بې ننګ ځلمو نه ېوه نره ملالۍ ښه ده

 

ته وای دګلستان نغمې

زه ویم د رحمان نغمې

ماته د کروړ ملي بدله پخوانۍ ښه ده

مه تړه شمله ېاره، په غاړه دې اوږۍ ښه ده

سل بې ننګ ځلمو نه ېوه نره ملالۍ ښه ده

 

ځان به هله شي مې ځان

شي چې د وطن قربان

ستوری د پردۍ بنګلې نه دا خپله کېږدۍ ښه ده

-
بېرته شاته