(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دژوندبازار

[31.Jan.2019 - 13:41]

د ژوند بازار کښې  بـیلـه بــیلـه د هـر چـــــا ســـودا   ده

څـومره تـوان،  هـغـومره غــټـه ئــی رښــــتـېا ســودا ده

 

خــدایـګـو! ټـولــنه  د انــسان  د تــضادونــو  کـــور دی 

پــه هـــــر یــو ګــونـد،  ډلــه  ټــپـلــه کښې جدا سودا ده

 

څوک دخپل ځان،څوک دمزدور اوڅوک دقام غم خوري

چا ســره  زړه  کښې د انسان د خــوشــحالــتـیا  سودا ده

  

څـوک  د ژونـدون  جـرړې  وباسي انسانـان  وژنــی

چا دمـاغ  کښې د  ژونــدون  د پــرمــخـتــیا  ســــودا  ده

 

چـې د قـامي  وحـدت  ګلان  د پښــتون  وغـوړیــږی

د قـلم څوکـه کښې د (دستوري) بس هـمدا سـودا ده

 

څـومره تـوان هـغـومــره غــټـه ئــی رښــــتـیا ســـــودا ده

 

پــه هریــو ګــونـد، ډلــه  ټــپـلــه کــی جدا ســودا ده

 
-
بېرته شاته