(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خالق زېار ېاد

[31.Jan.2019 - 13:44]

 د ډاکټر خالق زيارته 

چاپيرچل د پښتنو دے

هم تاريخ مو د پښتو دے

دا خاوره د ژوندو ده

د الفت د ليونو ده

د نظر د پسرلو ده

وږمه خيزه په فکرونو

په  سازونو په رنګونو

آ سپيره بادونه څه شو?

آ د وخت قصدونه څه شو?

د سامراج ظلمونه څه شو?

څوک ولاړ د غر په سر دے

وئ ډاکټر دے سخنور دے

سم پښتون دے دانشور دے

هم خالق دے هم تخليق دے

په سوچونو کښې غريق دے

" مات څانګونه " په هيله دے

د سبا په" تلوسه " دے

" دا خاوره هم دا خلک "

په جار ستايي ارواښاده 

په شعرونو زمزمو کښې

د رباب د تار سرو کښې

د ژوندون ډکو نغمو کښې

خپل ولس په لاره بيايي 

لوړ فکرونه ورته ښايي

د آمو نه تر اټکه

چتراله تر بولانه

دا لوې کور د پښتنو دے

په کښې ژوند د پښتنو دے

نن پرون د پښتنو دے

روڼ سهار د پښتنو دے

هم جمات د پښتنو دے

هم حجره د پښتنو ده

په دې کور د پښتنو کښې

يوه ونه ده د بيرې

دغه بيره پښتنه ده

ورکې ټال د پښتنو دے

چې د مينې د شيبو دے

په هوا د الوتو دے

خو دعزم ارادو دے

اقبال حسين افکار

-
بېرته شاته