(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داستاجنت وطن

[31.Jan.2019 - 13:46]

دستاخاېسته وطن، چې ورته نور خلک زېرېږي

دستاجنت وطن، چې پسرلی ورته پسخېږي

دستاد وطن خاورې، چې ترې سره زر پیداکېږي

دستا د وطن کاڼي، چې لالونه ترې شرمېږي

دستا د وطن غرونه، چې سیندونه ترې زېږېږي

دستا دوطن غرون، چې ماڼۍ ترې ابادېږي

دستا دکور سیندونه، چې بجلېانې تر جوړېږي

دستا دکور اوبه، چې ترې دشتونه سېرابېږي

دستا د وطن بوټي، په میوو، چې راماتېږي

دخدای ټول نعمتونه ستا په کور کښې پیداکېږي

نو بېا ددې جنت وطن بچی ولې نهر دی؟؟؟؟؟

د وچ سوکړک د لاسه درپدر خاورې پسر دی

 

دستا په ګل وطن کښې چې د خدای هر ېو نعمت شته

دستا په ګټه ګټه، لوټه لوټه کښې دولت شته

دستا په بیدېاګانو کښې هم نخښې د جنت شته

دستا په کاڼو، بوټو، ونو غنو کښې لذت شته

دستا په بو‌‌‌‌‌‌ډاګانو کښې د ښې ځوانۍ همت شته

دستا په تلوسو کښې یو مستي د حرکت شته

دستا سر کښې دماغ او په مټو کښې طاقت شته

په تاکښې ګرمه وینه شته، جرائت شته او غیرت شته

هستي لرې،لښکر دې دبې کچې قومیت شته

نظر لرې، وزر دې دفکر د الوت شته

بېا ولې، چې ورځ اوړي، ته خوارېږې، رنځورېږې؟؟

هر قام په بره خېژي، ته په ښکته راغورزېږې

.

.

که ېو نه شو، ‌‌‌‌‌‌ډوب یو ‌‌‌‌‌، ‌‌‌‌‌‌ډوب به یو ، ‌‌‌‌‌‌ډوب پاتې کېدای شو

 

رحمت شاه سائل

-
بېرته شاته