(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

[25.Mar.2019 - 16:53]

محمود نظری

د وینو تږي افغانان

 

یوه لیوني ټوله دنیا کونه په کونه کړې ده

داسلام په کونه کي هم شنه ونه کړې ده

ټوله ډاکټران دیو  چورلیوني درمل نه لري

زموږخوله یې لیوني ته یې مه ورکوه مه غواړه متل تړلې ده

 

 

دلته هر سم انسان له خپل وجدان سره جنګیږي

لکه چرګان په اینداره کې له خپل ځان سره جنګیږي

داهوښیار دنیا وال چې  هسې یو بل ته سره خروشیږي

لکه د پاک -هند سرحدي سپاهیان مازې باټیږي

جنګ نه کوي پردي ګاونډیان کولنګي  سره   تیریږي 

دا اویا کاله ګواښیږي خو هیڅکله نه سره ښکر په ښکرکیږي

د بل په لمسون یوازې دا افغانان خپل یو بل ته نه ټینګیږي

د ورور په وینو یوازي دا جل وهلي افغانان دي چې نه اوبیږي 

 *******

ترخه مربا

غلام کټمټ لکه سپي دی

که څه په ظاهر کې سړی دی

هډوکي ورته وښوروه

وګوره هغه ته یې کورنجی دی

 

 

شاباس یو تعویذ ګر ویل ما کړې اووه سوه ښځې حامله

مرحبا دهرې یوې د پيري په لڅ نس مي وهلې ده ( تق دیم) طبله

آفرین ول هر ورځ ماته راځي بې اولاده ډله ډله  یوازې زنانه 

واوا یو بل ته نه وایي حال د ا زموږ ښځې دي خورا پوهنډه

 

آفرین یوه ښځه بل ته حال نه وایي نه خواښې نه ميړه ته 

شاباس چې  هر  ببر مکارخاین کوي پرموږ  هره ورځ میله 

واوا دداسو خلکو جار سم چې یوه یې چا ته حال نه وایي

مرحبا موږ با پرده ساده خلک دکوم چا وکړو تشکر اومننه 

 

شاباس دا شیطانان تر هغه ابادیږي ا ې پټ خولو  خلکو

مرحبا چې کله په چاړه نسي سنت ددین دا دلالان بد جوله

آفرین دلته د هر خاین په خیانتونو اچول کیږي پنډه پرده 

واوا دهرې  سوري سمبورې سوي پردې لاندي ده بله پرده

 

واواڅوک له چا څخه په دې وطن کي وکړي (وای) کوکار

مرحبا دا تعویذګر  په اړمنو ښځو کوي لکه چرګان سایه

شاباس چې دا  تعویذګر هڅول کیږي په دې وطن کې

آفرین په دې خلکو چې چلیږي باندې هره شیطاني حیله

 

آفرین په ساده خلکو چې ښه باور لري او په سیاست پوهیږي

شاباس په دې دولت چې ښه پوهیږي په دې دناپوهي په  ایماله

وا وا هر څوک د خپل وسه د ساده خلکو اخلي ښه ګټه وټه

مرحبا بېرته شاته