(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مورې

تانه قربان شمه خوږې مورې ماته د سترګو نه نږدې مورې لوی دې کو خپله غيرتي غېږه کې غيرت نه ډکې پښتنې مورې ماته دې يادې کړې پښت خبرې څومره خوږه ژبه لرې مورې وايم چې ايښې مې باڼه وای درته په هغه ځای چې قدم ږدې مورې چې هره پاڼه د کتاب اړوم ستا صفتونه دي پکې مورې زما جنت دا ستا ترپښو لاندې دی لوی کرامت لرې درندې مورې "ايمال عالمي " په هيڅکله پرېشانه نشي چې ستا دوعا وي ورپسې مورې

-
بېرته شاته