(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخیبر ځلمي

[25.Mar.2019 - 17:01]

 

مونږ  يو د خېبر زلمي

مونږ يو د خېبر زلمي پښتو زمونږه شان دے

 مونږه پښتانۀ يو په وطن مو ځان قربان دے

 

مونږه دخېبرپه خشکوغرونوکښې لوئې شوي يو 

 مونږه پتنګان يو د غېرت په شمع سوي يو

 

مونږ د وطن مټې يو وطن زمونږه ځان دے

 مونږه پښتانۀ يو په وطن مو ځان قربان دے

 

څوک به په خيرنو سترګو دې وطن ته اوګوري

 سترګې به ترې اوباسو کۀ دې چمن  ته اوګوري

 

زمونږ په يوه چغه لړزيدلے ټول جهان دے

 مونږه پښتانۀ يو په وطن مو ځان قربان دے

 

زمونږه ارادې د تاترې نه هم اوچتې دى

 په وينو کښې زمونږه ترانې د غېرت پټې دى

 

مونږه توريالى يو دا وطن په مونږه ګران دے

 مونږه پښتانۀ يو په وطن مو ځان قربان دے

يونس قياسى

-
بېرته شاته