(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حمزه بابا

[25.Mar.2019 - 17:03]

د حمزه بابا کلیات

مخ - ۴۸۳

ـ

ته د کومې ورځې نه، ماته چې لېمه ښکارې

ځکه راته نه ښکارې، ټول چې راته ته ښکارې

ـ

څه چې راته وایې ته، وایه، بد پرې نه ښکارې

زړه خو هر څه وایي نو، ته خو ماته زړه ښکارې

ـ

مینه کړي ممکن هغه، خدایږو ناممکن چې وي

زه چې تاته بد ښکارم، ته چې راته ښه ښکارې

ـ

مینه کله حسن شي، حسن کله مینه شي

کله چې زهٔ، تهٔ ښکارم، کله چې تهٔ، زهٔ ښکارې

ـ

ځان ته ایله شم خبر، پوه شم چې زه هم یمه

ته چې رانه تله کوې، ماته په راتله ښکارې

ـ

زه لکه بلبل هسې، سر په ژړا ښه ښکارم

ته لکه د ګل هسې، سر په خندا ښه ښکارې

ـ

اوس چې ځان مې بیا موندو، ښکلیه ستا په سترګو کې

زه به درته ښکارمه، ته به راته نه ښکارې

ـ

ټول بامونه ځیر کړه ما، ټولې کوڅې چاڼ کړې ما

نه په نمر خاته ښکارې، نه په پرېواته ښکارې

ـ

زه وایم چې بل بهار، دې کلۍ کې وغونځېد

ته حمزه چې هر کله، سر په زنګانه ښکارې

ـ

زه به جنت ته د پښتو سره ځم

 

تل به په لار د مـــــــــــــــــــــېړنو سره ځم

يمه پښـــــــــــتون د پښـــــــتنو سره ځم

د ملـــــيت نمـــــــــــــــــــره د پرخې په څېر

ســـــــــــــتا د دې شوخو پلوشو سره ځم

دا چـــــــــې خــــــــــرد هم په ملت ځاروي

زه دې همــــــــــــداسې لـــــــېونو سره ځم

پام كـــــــــــــوه زه هغـــــــــــــــه نظر نه يمه

چــــــــــــــــې به په دود د سپېلنو سره ځم

وايي اغـــــــــيار چــــــــــــې د دوزخ ژبه ده

زه به جنت ته د پښــــــــــــــــــــــتو سره ځم

راســـــتنېدى چې نه شي وخت خو نه يم

خـــــــــو د حــــــــالت د تقاضــــــو سره ځم

كړمه جــــــــــهان چې د پښــــــتون ځملي

د خـــــــــپلو پېغلو حـــــــــوصلو سره ځم

وړم مســـــــــــتقبل ته د ماضي روايات

زه د خپل حـــــــــــــــــال د ولولو سره ځم

څــو چې راغونډ په يو مركز يې نه كړم

هرې تپې ته د جرګو ســــــــــــــــــــره ځم

پښتو ژبه

 

په پردۍ ژبه خبرې پښتون نه کا

بې ليلا بله سودا خو مجنون نه کا

څو د خپل ادب باران باندې ونشي

بل باران به د قام فصل زرغون نه کا

غېرو ژبو کړې لاهو پخپل تهذيب کې

بې پښتو به دې اوس هيڅوک راستون بېرته شاته