(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نامه

[25.Mar.2019 - 17:05]

   “نامه“ 

 

زمونږ د چم د يو مزدور سړي ماشوم شو؎ وو 

د وخت په ژرنده د چور چور سړي ماشوم شو؎ وو 

 

ما وې کاکا څه داسې ښه غوندې نامه پرې کېږده 

څه اسلامي غوندې ساده غوندې نامه پرې کېږده 

هغه وې چرته چې اذان کېږي مونځونه کېږي 

هلته نو څنګه په رڼا ورځې قتلونه کېږي؟ 

زما په غم باندې غمژنه مشوره دې ښه ده 

فکر دې ښه د؎ د اسلام سره جزبه دې ښه ده 

خو دا ټوپک ټوپک رواج تاته معلومه نه د؎؟ 

 د چاپېرچل بدرنګ مزاج تاته معلومه نه د؎؟ 

چرته چې تل په ګرنېټونو کښې سينې الوځي 

چرته چې هره ورځ د غره غوندې تنې الوځي 

 چرته چې هر احساس بې وسه د؎ ضمير اوده د؎ 

چرته چې راج د استبداد د؎ او تقدير اوده د؎ 

چرته چې خلق ايمان نه تېروي شپې تېروي 

چرته چې خلق په خپل زړه کښې زلزلې تېروي 

چرته چې خلق ثوابونو کښې ګناه رانغاړي 

چرته چې خلق د مرګي په خله کښې ساه رانغاړي 

 

دلته پرون د يوې کنډې ښځې لال وريت شو 

دلته په سرو شګو کښې نن هم يو بلال وريت شو 

په دغه چم کښې د بلا خلقو تنې والوتې 

د چا نه سر والوتو چانه لاس او پښې والوتې 

دلته غنم د ملغلرو نه هم ګران خرڅېږي 

دلته بمونه د ټېپرو نه ارزان خرڅېږي 

زړونو کښې خلقو فرېبونه د جهان ساتلي 

دلته يارانو په لستوڼو کښې ماران ساتلي 

دلته خو خلق اوږي شوي دي پښتو خرڅوي 

دلته خو خلق ايمانونه په پېسو خرڅوي 

په دې لېوه لېوه ماحول کښې به د؎ څه لوئېږي 

د تعصب د غنو شپول کښې به د؎ څه لوئېږي 

دلته شعور سوزي اخلاص د زمانې نه سوزي 

دلته ملګري د ملګرو د نامې نه سوزي 

د؎ به هم اوسوزي بارودو کښې بې نومه به شي 

د؎ به هم خاؤرو سره خاؤرې شي معلومه به شي 

چې رالوئېږي نه نو څه له پرې نامه کېږدمه 

چې زما کېږي نه نو څه له پرې نامه کېږدمه 

 

اقبال مومند

-
بېرته شاته