(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داشنا مینه

[05.Apr.2019 - 15:34]

د اشنا مینه

داسې چې مې مینه ده اشنا سره

نشته په خیالونو کې بل چا سره

 

زه یې تل په مینه باندې پایمه

هسې لکه ګل چې وي بورا سره

 

را به شي نګار ډیرو مدو نه پس

زړه په شي قرار د دلربا سره

 

مینه دې اشنا په زړګي ښه لګي

یم په فکر، هوش کې یاره تا سره

 

ژوند د پاکې مینې سره خوند کوي

نه د سالوسۍ نه د ریا سره

 

ما یې افغاني مینه احساس کړله

خوند یې کړي نازونه د آدا سره

-----------------------

سمیع الدین افغاني

 

 

-
بېرته شاته