(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسولې خوب

[05.Apr.2019 - 15:36]

د سولې خوب!۰

خوب مې لیده وطن کې سوله راغله

نور د پردو ټوپک مو وغورځاوه

ورور ته مو غیږه ورکړه

مینه کامیابه شوه د کرکې په ځای

چې په اړخ واوښتمه

ګورم چې دا یو ښکلی خوب وه زما

زما خوب څه چې دافغان ملت دا سوچ وه زما

ځان سره غلی شوم، خپه شومه زه

بیامې قلم واخیست په فكر شومه

چې زما خوب، د ملت سوچ به

حقیقت شي کله ؟

نو سمد لاسه مې په جګ آواز

ناره کړه پورته: ۰

د بسم الله او توکل په بازو

د خپل ملت د ستر تکل په بازو

چې دا تقدیر به بدلوو

، د هوډ لاسونه به یو بل ته ورکوو

دا لر او بربه یو کوو

چې مو خوبونه او خیالات

په حقیقت بدل شي

وطن کې سوله راشي

دا ملت عزم ، اراده شي سره

افغانان ټول جرکه جرکه شي سره

-----------------------

دکتور صلاح الدین سعیدي

 

-
بېرته شاته