(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوله که راغله

[05.Apr.2019 - 15:47]

سوله که راغله 

زه به تاسره جوړه گرځمه

سوله که راغله

ستاپه سيوري به دمه گرځمه

سوله که راغله

زه به بيا وړه ماشومه شمه

سوله که راغله

زه به بيا کوڅو کې لوبې کؤم

سو له که راغله

زه به بيا وړوکې ورور لوبؤم

سوله که راغله

زه به بيا په مانځه اودرېږمه

سوله که راغله

زه بيا قاېده د سره کړمه 

سوله که راغله 

زه به ستا نه باډيوه واخلمه

 سوله که راغله

 زه به بيا له تا نه منډه کړمه

 

سوله که راغله

زه به سيل ته د گلانو اوځم

سوله که راغله

زه به تکې سرې جامې اوکړمه

سوله که راغله

زه بيا هاغه وعدې اوکړمه

سوله که راغله

زه به بيا په لاس نکريزې کيږدم

سوله که راغله

زه به بيا د رنجو خال کېږدم

سوله که راغله

ته به بيا لما نه لاس اونيسې

سوله که راغله

زه به ستا د مور نه پټه شمه

سوله که راغله

زه به ستا د خور همځولې شمه

سوله که راغله

تا به بيا سيف الملوک  کړمه  زه

سوله که راغه

زه به بېرته گل اندامه شمه

سوله که راغله

زه به بيا د وطن حوره شمه

سوله که راغله

زه به ستا د تېکي توره شمه

سوله که راغله

زه به بيا افغانستان ته ځمه

سوله که راغله

زه به بيا د وطن کلي وينم

سوله که راغله

زه به بيا وطن اباد ساتمه

سوله که راغله

زه به بيا له جنگه کرکه کوم

سوله که راغله

زه به بيا په ټال کې اوځانږمه

سوله که راغله

زه به بيا سندرې اووايمه

سوله که راغله

زه به بيا ډېرې ستائنې اوکړم

سوله که راغله

زه به بيا په بام راوخيژمه

سوله که راغله

زه به بيا هاغه ستا لارې څارم

سوله که راغله

زه به بيا لتا بنگړي غواړمه

سوله که راغله

زه به ستانه شاعري غواړمه

سوله که راغله

زه به بيا په لاس ستا نوم ليکمه

سوله که راغله 

زه به بيا کتاب کې پال گورمه

سوله که راغله زه به بيا د لالي څنگ ته ځمه

سوله که راغله

زه به بيا د عشقه نه جوړېږم

سوله که راغله

زه به بيا په زيارتو� -
بېرته شاته