(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کوڼکراسي

[05.Apr.2019 - 15:50]

محمود نظری 

کوڼکراسي 

مور : که دي وطن وپلوره حرامي درباندې زما شیدې دي

زوی:  ان په پور يې پلورم ما کله څښلي  ستا شیدې دي

په ما دي خوړلي توري چای یا دتورې ګامیښې اوبلنې شیدې دي

کله پوډري کله هم دخرې کله هم  د برګي غوا  او وزې دي

ما مه ملامته وه موري زه دي زیږولی یم تی دي نه دی راکړی

د هر چا عقل  دهغه کیږي چې يې دهغې رودلي شیدې دي

 

 

 

 

ما کابل کې پولیس ته ویل زما سمارت مبایل غلا سوی

یو بل هلته د خپل کوږ اوښ د ورکیدو نارې وهلې

دهر چا وچي ښونډې ښوریدې چې په لاره روان وه

هر یوه د ناروا غلا او بډواخیستو چغې نارې وهلې

وايي پخوا ټولو خلکو یوازې ملي سوچ کاوه

اوس هر کام یوازې د خپلو موشه خرو نارې وهلې

یوه رمه د حیواناتو مي ولیده تله د ارګ پخوا

مشر یې خر و ټولو دزنده باد خرو نارې وهلې

طوطي ته مي ویل ستا څه ګټه د خره له نارو

چې تا هم په ډیر  ربړ د جرو خرو نارې وهلې

ول اوس کوڼکراسي ده لوړ ږغ  والاته هر څه رسي

ان  روشنفکر انو  هم  د زنده باد خرو نارې وهلې

 *********

شر اچونکی

 

ځینې ان ډاګتران مو  ذره په خپل مسلک نه پوهیږي

ځینې ان د دښمنانو  په څیري خښتګ نه پوهیږي

موږ ته وايي زه په هیڅ  څه تر اوسه نه پوهیدم اوس پوه سوم

شریران وایي هغه ډانکټر دی دتاریخ په هر کنجک ښه پوهیږي

ډیر پوه په یو درواغ صفت خپل مور او نیا ورته ښکنځي

ساده د بل ډول ته په هغه ډول امبولک سېدالک څه پوهیږي

دشریر یو نوی کار دا دی هر کله  دښمن په  دښمن وهي

په دي چل باندې تر اوسه هر چالاک او زیرک نه پوهیږي

***

تا ته څه رسیږي دژبو له جنګه

ولې په زړه داسې  تور یې بدرنګه

یو واري رحمان بابا بیا جهاني

اوس دي ناشاس لومه کي بندکړ خر دنګه

تا ته په دې وطنپلوري څه رسي

اي د تورو تیارو تک تور سنګه

احمدشا بابا او پټې خزانې وشرمولې

ټولو وپيژندلې چې یې وطن پلور  بې ننګه

***

شراچونکې یو واررحمن بابا بیا جهاني بیا ناشناس

ټکه دي په هغه چا ولویږي چې لا نه پيژني تا خناس

دهغه هر کار دی دناخبرو په زړونو کې اچول بېرته شاته