(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اتل نه شته

[05.Apr.2019 - 15:53]

د پښتو ژبې تاريخي تذکره پټه خزانه 

د امير کروړ نظم 

 

زه يم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نسته

په هند و سیند په تخار او په کابل نسته

بل په زابل نسته

له ما اتل نسته

زما د تورې تر شپول لاندې دی هرات وجروم

غرج و باميان و تخار بولي نوم زما په اوروم

زه پيژندويم په روم

له ما اتل نسته

بل په زابل نسته

 

غشى د من مې دى بريښنا په ميرڅمنو باندې

په ژوبله يونم پر عالم په تښتيدونو باندې

په ماتيدونو باندي

له ما اتل نسته

بل په زابل نسته

 

خپلو وګړو لره لور او پيرزونه کوم

دوى په ډاډه نښه بامم ښه يي روزنه کوم

ښه یې روزنه کووم

له ما اتل نسته

بل په زابل نسته

 

په لويو غرو مې درومي نه په ځنډ او په ټال

نړۍ زما ده ، نوم مې بولي په درى ستایيوال

په ورځو شپو مياشتو کال

له ما اتل نسته

بل په زابل نسته

-
بېرته شاته