(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زوړ زمری

[24.Apr.2019 - 09:22]

په ځنګل کې یو زمری وه ډېرزوړ شوی

داسې زوړ وه چې د پښو نه وه ولیدلی

 

نه د ښکار نه د روزګاروه بس حیران وه

سخت حالت د زندګي ته ډير پریشان وه

 

چم ګاونډ کې یې ګیدړه وه مکاره

غلې راغله د زمري څنګه ته نهاره

 

زمري غږ ورباندی وکړ چې په څه یې؟

ته هم ما غوندې د نس په اندیښنه یې؟

 

ویل: کیدړې چې پاچا! حال مې خراب دی

کلی سپیانو نه ډک شوی ښکار نایاب دی

 

چرګان نه شو ښکارولی سپو د ویرې

لاش هم نه دی میسر ځنګله کې چیرې

 

زمري وویل: چې راځه جوړ به پیمان کړو

یوه هوکړه او وعده به پدې شان کړو

 

زه هم زوړ یم ، هډو نه یم نور دښکار

نه د منډو ، نه هم تلای شم سم په لار

 

ته چالاکه یې اوس لاړه شه ځنګل ته

حیوانات کړه ته بد راه غوږ شه دا چل ته

 

وای: پاچا د ځنګله عمر باندې زوړ دی

خپل ځای ناستی ټاکي نورد واکه موړدی

 

په دې چم حیوانان راوله تر غاره

زه به یې ښکار کړم بیا به وکړو خپله چاره

 

ما چې وخوړ پاتې ښکار نصیب د تا دی

بیا ګیدړې ویل : چې سم کار خو همدا دی

 

په دې هوډ ګیدړه لاړه ځنګله لور ته

چې به څوک کړي برابردزمري کورته

 

په ځنګله کې په ګوره خره برابر شوه

ورته ودریده شیبه ورته نظر شوه

 

ورته وویل :همدا ته ورته لایق یې

شې پاچا به د ځنګله چې ښه صادق یې

 

ګوره خر ویلې: ګیدړې دا څه وایې ؟

ته د کوم ځای پاچاهۍ خبری ستایې

 

خره ته ویلې دې ګیدړې په دا شان

پاچا زوړ دی د ځنګله په دا زمان

 

په خپل ژوند ښه ولیعهد ځان لره ګوري

شې باچا به د ځنګله حال به دې نور یي

 

 

خرخوشاله شو ګیدړې نه پرسان شو

حقیقت ددې مطلب نه په جویان شو

 

بیا ګیدړې ویل: د ستا په سر قسم دی

دا وړاندیز زما رښتیا دی بې له چم دی

 

دواړه لاړل د زمري په لور روان شول

د زمری غار ته نژدې هغه زمان شول

 

خر چې څنګه زمري غار ته برابر شو

زمری خیز کړه حمله بېرته شاته