(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملخی

[24.Apr.2019 - 09:34]

مـــلخی 

یو چا کیسه دملخی کوله ، ماته کیسه دخپل وطن را ياد شوه 

دملخی دسوی کور اېرو کی ، ورځه دخپل سوی چمن را یاد شوه 

ملخی څوک و ؟

په تذکره کی ئې (خالو) و نوم ، دکلی خلکو ملخی باله 

دومره غریب و چی په ټول کلی کی ، یواځی دی خلکو پردی باله 

یوه جونګړه او یو یو خر ئې درلود ، نه ئې ماشوم نه ئې میر من لرله 

له مات چایجوش ، ماتی کاسی نه بغیر ،یو ئې پوزی یوه بړستن لرله 

دګاونډیانو غریب نه خوښېده ،دملخی هیچا تپوس نه کاو 

چائې دبدې او دخواری ورځی ، یوه زره قدری افسوس نه کاو 

چابه واهه ، چا به ريټه ملخی ،سوک او څپېړه و خوراک دغریب 

له بیوسۍ پر مخ را ماتی اوښکی ،وی داوبو پر ځای څښاک دغریب 

په مزدورئ پسی وتلی و چی ،چا ګاونډي ئې کور پر اور وسو 

هر سړی دی اورته پکی وواهه ،ځکه ئې کوز لکه یوسکور وسو 

چی مازیګر ملخی کورته راغی ، دسوی کور په واویلا واوښت 

غریب دکور اېرو ته ډېر وژړل ، چی دا په څه توری بلا واوښت ؟

شپه ئې دکور اېروته تېره کړله ،خور جین ئې ډکه ترې سهار کړه خپله 

دکور اېرو ته ئې کفن ورکړ ّ بیائې خورجین پر خرګی بار کړه خپله

دغره پر لور مخ په صحرا روان شو ،سین سین ئې اوښکی بهېدلی پر مخ 

پځپله هم لکه داور لړونی ، تور ئ اېری ئې بادیدلی پرمخ 

په دې هم نه پوهېده چېرته به ځي ، له بیوسۍ غریب هجرت ته اړشو 

سوی چابجوش ئې له چینې را ډک کړ .ژاړی چی ای خدایه اجرونه غواړم 

زما جونګړه که ظالم وسوله ، زه ئې له تانه عوضونه غواړم 

لاهو په یو عالم فکرو کی و چي ، رسائې غږ غوږ ته له غره راغی 

سا او تیګا وائې چی ودرېږه لږ ، یو ځوان په بد حالت تر ده راغی 

چی ملخی ته را نږدی شو زلمی ، ډک له نالښته ئې سلام ورکړ 

دوچو شونډو پر لیدو سره ئې ، ملخی ډک داوبو جام ورکړ 

داوبو جام ئې پر سر واړولو ، له ملخی نه ئې مننه وکړه 

څوک ئې او کومه خوا روان ئې ماما ، له ملخی ئې دا پوښتنه وکړه ؟

ملخی ووی سوداګر یم ځوانه ،ماپه دی خپل خرګی طلا بارکړی 

ځم چی په چا باندی ئې وپلورمه ، په طریقه می ښه بېرته شاته