(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کوزه پښتونخوا

[24.Apr.2019 - 09:48]

کوزہ پښتونخوا

کوزې پښتونخوا له تا نه ځار شمه

ستا غم به ھم ژاړم چې اوزگار شمه

زہ لا له اشغال سرہ جگړہ کوم

زہ لا له بمونو لاندې شپه کوم

زہ لا د ناټو په دام کې گیر یمه

زہ لا د خپل حق مبارزہ کوم

ستا به یو لوڼې دښمن وژلی وي

زہ مې د ټول کلي جنازہ کوم

خیر که ته زما حق کې سکوت کوې

زہ به دې را خپل کړم چې کرار شمه

کوزې پښتونخوا له تا نه ځار شمه

ستا غم به ھم ژاړم چې اوزگار شمه

زہ لا په سنگین کې شھیدان لټوم

زہ لا کنډوالو کې یتیمان لټوم

زہ لا د کونړ په ویر لړزیږمه

زہ لا د زرمت زخمي گلان لټوم

زہ لا د ناچار ولس چارواکو ته

چرته ترې ورک شوی دی وجدان لټوم

ته مې د وجود برخه احساس لرم

څرنگ به جدا په اغزن تار شمه

کوزې پښتونخوا له تا نه ځار شمه

ستا غم به ھم ژاړم چې اوزگار شمه

خو

گرانې پښتونخوا یو نصیحت واورہ

دا په تجربه ثابت وصیت واورہ

حق په زورہ واخله سم قیام وکړہ

تورہ په لاس پاڅیږہ اعلام وکړہ

تور پنجاب دې وژني ته لار یون کوې

دا کار نو بیا چرته د پښتون کوې؟!

ته د پنجابي پر ضد را پورته شه

زہ به در روان له ننگرھار شمه

کوزې پښتونخوا له تا نه ځار شمه

ستا غم به ھم ژاړم چې اوزگار شمه

ته چې لا آئین د پنجابي منې

غاړہ کې دې د طوق د غلامي منې

ستا باچاخاني د بندہ گۍ تمدید

څرنگ پر ولس باچاخاني منې؟!

ستا پښتون ولس، نر مسلمان ولس

ولې فلسفه پرې د گاندي منې؟!

ته که ازادي غواړې مورچل ته شه!

زہ به ھم دا ستا د سنگر یار شمه

کوزې پښتونخوا له تا نه ځار شمه

ستا غم به ھم ژاړم چې اوزگار شمه

___________________________________

حفیظ الدین پیرزادہ

د فبرورۍ ۲۲/ ۲۰۱۹ م

لندن، انگلینډ

 

 ·

-
بېرته شاته