(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسرافېله

[24.Apr.2019 - 10:12]

اسرافيله ورشه ووايه الله ته 

دا ګيله مې د يو قام راوړې تاته

هغه قام چې هره ورځ په وينو سور دی

هغه قام چې تمامي ژوند يې ناسور دی

د افغان په کاله بلې سرې لمبې دي

ژړاګانې دي ويرونه جنازې دي

دوی له خپله ژونده ستړي دي ستومان دي

د قيامت د يوې ورځې په ارمان دي

هره ورځ زغملی نه شي قيامتونه

را نړېږي پکې دنګ دنګ قامتونه

دا وطن خو بس د مړو هديره ده

ټوله خاوره د انسان په وينو سره ده

نه زموږ تقدير بدل شو په دعاوو

نه مو شته دښمن نابود شو په ښېراوو

چې خدای مونږه يو په څه ګناه نيولي !؟

او که نيتونه عملونه مو ناولي ؟

په نړۍ کې داسې بل بدبخته قام شته ؟

ددې خلکو غوندې نورو کې اسلام شته ؟

هر حيوان له هر انسان نه په عذاب دی

مسلمان له مسلمان نه په عذاب دی

دلته ږدي په جوماتونو کې بمونه !

سوځېدلي پاڼې پاڼې قرانونه !

د شپېلۍ او اسرافيل کيسه اوږده شوه

د افغان خونه نړېږي او سپېره شوه

لويه خدايه دا اسمان دې رانسکور کړه

موږ منلې ستا رضا مونږه په ګور کړه

پاکه ربه دا احسان راباندې وکړه

يا د کاڼو ښه باران راباندې وکړه

دا چې هره خوا اندام اندام پراته يو

داسې ښه يو چې نابود شو بيخي نه يو

زما قام به ټول په خاورو باندې موړ شي

د دښمن ټټر به ښه راباندې سوړ شي

-
بېرته شاته