(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[24.Apr.2019 - 10:18]

 

ستا په جبين چې دا په کومه ګناه خال قېدي د؎ 

زړه به يې وچوي ښاريه کښې کلي وال قېدي د؎ 

 

ستا لېونې ستا د اوږدو زلفو د ټال قېدي د؎ 

تانه قربان د؎ خو د شپو ورځو په جال قېدي د؎ 

 

هغه چې ته به يې جواب کښې په انکار واړوې 

زما په شونډو لا تر اوسه هغه سوال قېدي د؎ 

 

زه په يو داسې بې رونقه ښار کښې ژوند کومه 

چرته چې هر يو تصور ستا د جمال قېدي د؎ 

 

هغه تصوير چې رادې کړو خو بيا دې وتروړلو 

هغه تصوير زما د ذهن په دېوال قېدي د؎ 

 

دلته ارمان په هره لاره کښې لوټ  شو؎ ښکاري 

دلته شعور د هر ملګري د بنګال قېدي د؎ 

 

دلته د امن تشريح داده چې اظهار مه کوه 

دلته په فکر پابندي ده دلته خيال قېدي د؎ 

 

په دغه کلي کښې اقباله! د بادار په غوجل 

زما د چم د يوې کنډې جينۍ لال قېدي د؎ 

 

اقبال مومند

-
بېرته شاته