(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دېوال

[24.Apr.2019 - 10:44]

ته چې سر په دیوال هسک کړې سړی ګورې

د کوس تاو نخښې دې نه شته تر دا نورې

 

که دې زړه د غیڼ په عشق بایللی نه وي

په واده په ویر څه هر لورې ته شورې

 

پرده پوشې به ضرور اوځي لمانځه ته

دیده وازې په بازار ګرځي سرتورې

 

یا یې نیت د کاسیرۍ یا د میړه وي

هره کونډه چې لاس سره کا سترګې تورې

 

د میړه په ږیره نه خاندي نور څه کا ؟

چې د بل سره خبرې کړي خمسورې

 

د خوشحال وینا بغیر مضمونه نه ده 

هسې نه چې یې مزاقو سره شمورې

 

(خوشال خان خټک)

-
بېرته شاته