(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خلاص مو ملا نه که

[24.Apr.2019 - 10:46]

غنی خان په چرګ باندي نظم!

 

خوراک کوي د سپي او مصلي د ملايانو 

بانګونه د بلال او لنګوټې د چنګړيانو

 

پرتوګ دي ياره نشته خو شمله دي ده د خان،

شل خزي دي ساتلی په سحر وائي آذان

 

په جنګ کښي بهادراومستانه لکه چنګيز

په مېنه کښي بې شرمه بي پروالکه انګرېز

 

وربوز دي د قاضي دي طبيعت دي د هټلر

اواز دي د پښڼو دي او انداز د ميني ستر

 

انجام دي تبخې دي اې مجنونه د ډيران

يو ورز به روستې بانګ وکړي ډوډئ به وکړي خان

 

*****

ماته د جنت کیســـې 

ځان ته د دنیا حســـاب

 

دا دی عجیبه انصــــاف 

دا دی عجیبه کتــــــاب

 

زه په مستي سور کافر

ته په هوس سپین ملا

 

ماته په فتوا عـــــــــذاب

تاته په دوکه ثـــــــــواب

 

ای د عدالت ربــــــــــــه 

دا لوبه خو ورانه کــــــه

 

مونږه انسانانو تــــــــه 

نوې لار ودانه کــــــــــه

 

نور که څه کوې کنــــــه 

خلاص مو د ملا نه کـــه

 

غني خان

-
بېرته شاته