(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ازادي

[24.Apr.2019 - 10:58]

 

پتنګ د بلې شمعې يار دې 

 بلبل د ګلو خريدار دې

د ليلا دوه سترګې مجنون پېږني

د آزادۍ قيمت پښتون پېږني

پتنګ خو مينه په ګلزار نه لري 

 بلبل د شمعې سره کار نه لري

پښتانه ټيټ چاته کتلې نه شي

د چا اثر لاندې کېدلې نه شي

نه د چا زر او نه پېسو ته ګوري

 زوې د پښتون د پلار پښتو ته ګوري

پښتون د بدو نه بېزار دې 

پتنګ د بلې شمعې يار دې

پېسه په ښه سترګه قارون پېږني 

 د آزادۍ قيمت پښتون پېږني

الٰهی ته شې نګهبان د پښتون

 نۀ کړې زوال نوم او نښان د پښتون

همه د علم خاوندان کړې ربه 

په خپل کرم ې عالمان کړې ربه

ګوندې نفاق نه په امان کړې پښتون

د اتفاق په لور روان کړې پښتون

زه ملنګ جان يم پروانه د وطن

 سر مې دې ايښې نذرانه د وطن

خدايه لوګې مې کړې په لار د وطن

 چې عاشقانو کښې شم شمار د وطن

ډک مې له درده دا ګفتار دې

 پتنګ د بلې شمعې يار دې 

د مريض نبض اپلاتون پېږني 

 د آزادۍ قيمت پښتون پېږني 

........

 د ملنګ جان خوږې نغمې— Malang Jan

-
بېرته شاته