(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

موسی ع زېږد

[09.May.2019 - 14:39]

د موسی علیه السلام زیږده

 

دیوسف اود یعقوب په زمانه کې اسرائیل

د «ګوشن» ښار کې وه میشت په رود نیل

 

دیعقوب سره دا قوم مصر نشین شول

دوئ اخته پـــه زندګي او خپل آئين شول

 

وه موسی ځوی د «عمران» ابن د قاهت

د« لاویـــان» د قبیلې وه ستـر عظمت

 

شو پیدا مـــوسی «لاویان» په قبیله کې

«یوکابد» یې دمـــور نوم دی کتیبه کې

 

د «مریم» په نوم یې مشره خور یادیږي

د اوه کالو تفاوت دوئ مېنځ کـــې کیږي

 

د«هارون» په نوم یې بل سکنی ورور وه

له موسی یې عمر درې کالــه څه نور وه

 

فرعون کـــړی وه صادر داسې فـــرمان

د مهاجـــرو نوزاد مــړ کــړئ هغه آن

 

د «عبري» مهاجر پیدا کـــه شو ماشوم

رود نیل کـــې یې لاهو کړئ ښه معلوم

 

چې موسی د مـــور په نس کې شو پيدا

مور یې شوه پـــه اندیښنو او په سودا

 

چې به څنګه پناه ورکـــړي خپل اولاد ته

د فـــرعون تـــر جـــلادانو بیا نوزاد ته

 

موسی مـــور ګـــاونډ کې نرسه پیژندله

د ماشوم پـــه حال یې هـر وخت خبروله

 

موده پس چې ماشوم زیږدې ته نژدې شو

ښه خــدمت ورتــه حاصل د قابلـــې شو

 

چې موسی کړې سترګې خلاصې په جهان

ددې نرسې ټــول وجود شو په لـــرزان

 

ویل : چې ښکلې دی ماشوم د« یوکابد»۰

خــدای پیدا کـــړ نـــورانــي لکه عــابد

 

ویل: چـــې نه پـــرې خبروم دا جلادان

زماخوښ شول د ماشوم دواړه چشمان

 

انعام اخلم کـــه خبر کـــړم زه ســـرکار

ډیر مې خوښ شو هـــرګز نه کوم دا کار

 

دغه نـــرسه چـــې د کـــور نـــه راوتله

هـلته لـــری جـــاسوسانـــو ولیدلـــه

 

جاسوسانو پـــرې خبر کـــړل سپاهیان

پدې کــورباندې شکمن شـــول جلادان

 

سپاهیان شول ور داخل «یوکابد» کور ته

مور د ویرې موسی واچـو تنور اور تـه

 

له هیبته پـــه خپل ځـــان نه پوهیدله

شپاهیانو هـــمدی حـــال کـــې غږوله

 

ویل: چـــې نرسه دلته څنګه وه راغلی؟

رښتیا وایه ولـــې ناسته یـــې ته غلې؟

 

یوکابد ویلې : دا نرسه مـې اشنا ده

زمونږ راشه درشه ډیـره لـــه پخوا ده

 

سپاهیانو کـــور تمام زیر او زبـــر کړ

بل تنور تـــه دوئ د لـــرې هـم نظر کړ

 

بېرته شاته