(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جنتي/طنز

[09.May.2019 - 14:40]

طنز - جنتي یم /محمود نظری

 

غلا کوم زنا کوم

وطن پلورم ګناه کوم

په هر کار کې یغماني یم

بیاهم شکر جنتي یم

 

په دین تجارت کوم

د کافرانو خدمت کوم

دغلو سیاستوالو زیارت کوم

زه ددنیا سیاسي یم

بیاهم  شکر جنتي یم

 

 

نارې مي د وطن پلوري ووینه

د جرایمو مي آزادي ووینه

دلته مي غلا او خر سازي ووینه

زه غلام د پردي یم

بیاهم  شکر جنتي یم

 

زما ټپوس لوړ الوته ووینه

زما د غلا وطني نخښه ووینه

زما د ټیغ خوږه وږمه ووینه

خلکو ته زه روحاني یم

بیاهم  شکر جنتي یم

 

دهر ډول فساد ابتکار لرم

دهر ډول غلا اختیار لرم

د بې ګناه د وژلو سره کار لرم

زه ښه لوی جهادي یم

بیاهم  شکر جنتي یم

 

ما  ته  افغان وژنه ډیره شرینه ده

دا د امریکا ډیموکراسۍ غلا ته اړینه ده

 

ارزانه تر اوبو ما ته د افغان وینه ده

زه په خدمت که دشیطان لاثاني یم

بیاهم  شکر جنتي یم

 

افغانه ! بیا په رایه مایه  مه غولیږه

له یوه غاره څو واري مه چیچل کیږه

په باټو د باټکانو نور مه  خرکیږه

زه دمردارو خلکو سیزني یم

بیاهم  شکر جنتي یم

-
بېرته شاته