(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چې تنګ شي

[03.Jun.2019 - 09:45]

چې په تنګ شي نو په غورځنګ شي)

پنجابي دا اویا کاله پر قامونو تیری کړی *** باباګانو او ځوانانو شرنګولی د خطر زنګ

باچاخان،د ایپی فقیر، پوونده او خان شهید*** د نجیب،نقیب، ارمان او مشال خان د وینو رنګ

چې یو دم په وجود راغی د (پښتون ژغورنې غورځنګ)*** هر پشتون او پشتنې ته سو منظور د قام نڼګ

د شهیدو ارواګانو الهامونه لا ژوندي دي *** چهودري ،ارباب ،شریفان!!! نه پوهیږي په دا څنګ

فوج،جاسوس،پولیس،ملیشه د انګریز سکه غلام دي*** خلک سوله ،لاریون غواړي؛ دوی مدام تږي د جنګ

عدم تشډد ګټلې هند،بنګال او افریقه کښې *** څوک چې دوی سره دښمن دي لکه سر وهي په سنګ

که یو وارې ولسونو خولې او مټې سره یو کړې*** عمرانکه ! ته یو بال ېې، پوکستین به دې شي ړنګ

ما ساپي زړور حمید په کتاب کښې دي کتلي**** افغانخوا،بلوڅ-پشتونخوا به یو کیږي نور شلو تنګ

-
بېرته شاته