(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دلوې خدای په نوم

[02.Jul.2019 - 18:21]

لوی خدای په نوم بښوونکی اومهربان دی

په عزت، ذ لت، قادر دهر انسادی

چې څوک وغواړي په يو ساعت کې باچا کړي

چې څوک وغورځۍ د تخت ځنې روان دی

نه د چا ځنې پيدا نه د چا پلار دی

دی يوازې خو محتاج ورته جهان دی

خدای دهر چا په ښه ، بد عمل خبر دی

خو يي واک د ښه او بد عمل د ځان دی

خدای په هر وخت او په هر ځای کې حاضر دی

١ )که دا ځمکه ده که ستوری د اسمان دی )

١ ) ددي حمد کره برخه د قرانکريم څخه اخيستل شوي ده، پر تله ( مقايسه ) کړۍ سورت ال عمران او سورت الاخلاص

*****

پښتنه مينه

زړه می د مينی دود پالل غواړي

په وطن سر خپل زارول غواړي

شيخ خو د مينی عبادت جوړ کړ

حورې عقبا کې ښکلول غواړي

پښتانه مينه بې پښتو نه کوي

مينه د ننگ سره تړل غواړي

ستوری د عقل نه پوښتنه وکړه

پښتنه مينه پښتو تل غواړي

*****

ښادي

د نوي ژوندون پيل دې په خوښۍ شه معطر

واده دې مبارک شه کور دی گل شه سراسر

واده د مينې او وفا تړون دی

پکې پټ راز د محبت پروت دی

د انساني ژوند د بقا تړون دی

پکې ددې نړۍ زينت پروت دی

دا کور دي د ښادۍ شي دقامي پېژند سنگر

واده دې مبارک شه کور دې گل شه سراسر

دې کور کې دي پيدا شي ننگيالي پتمن ځلميان

چې د پښتون سياسي تاريخ ژوندي شي

د تورې د قلم او د مېړانې خاوندان

چې د قامي وحدت کاروان گړندی شي

چې شپه د ژوند سبا شي روڼ شي ستوري د سهر

واده دي مبارک شه کور دي گل شه سراسر

دا شعر ما د پښتو قامي ادبي جرگې پتمن شاعر عزيز سر شار ته ډالۍ کړی دی ټولو هغه پښتنو ځلميانو او پيغلو ته

سوغات هم دی چې په پردي مالت کې يوبل سره ودونه کوي او په دې توگه خپله ژبه او کلتور ( کلچر) ژوندی ساتي.

*****

د زوړ نوي قانون

د زوړ نوي قانون دلته ښکارېږي نا اشنا

چې نوي ښه له زوړه وي او زوړ کاندي فنا

دا زوړ ښه دی له نوي او که نوي ښه له زوړه

اوس دا پوښتنه هر چېرې ، هر ځای کې ده پيدا

ټولنه باغي شوې ده دودونه دي مات شوي

څه دي او څه به کېږي دا ده غټه معما

روانې قافلې چې دي د ستورو په رڼا کې

( ښکارېږي چې جوړېږي زمونږ لو يه پښتونخوا( ١

١ ) د زوړ نوي بېرته شاته