(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خندا او ژړا

[02.Jul.2019 - 18:23]

خندا او ژړا

١ )ما پته لگولې ، ژړا مشره له خندا ده )

دا مشره د رقيب ده، خو دا کشره يې زما ده

ژړا نه مې زړه تور دی مبارک دې شي رقيب ته

ژوند ښه دی په خندا کې چې خوښي او خوشحالتيا ده

ماشوم چې چېرې وشي لومړی ژاړي وروسته خاندي

ژړا ښکاري نسلي خو خندا زده کړه له د نيا ده

خند ېږه راته خانده چې د ژوند ستوری روښان شي

خندا چې پکې نه وي د ژوندون خونه تا لا ده

11 نېټه زېږيدلی تر دري مياشتو / 3 / ١ ) دا پته ما ته دودې د ساپوهنې سربېره زما د لمسي پوهيال ستوری د پوهنېزې څارنې په لړ کې لگېدلې ده. پوهيال ستوری په ١٩٩٨

پورې ئې وچه ژړا کوله چې اوښکې ورسره بدرگه نه وي، ورسته د درې مياشتو د ژړا سره اوښکې بدرگه شوې او په همدې وخت کې په مسکا چې د خندا لمړنۍ بڼه ده پيل

وکړه، ددي څارنې په ترڅ کې دا خبره تائيد شوه چې ژړا نه يوازې د خندا نه مشره ده بلکه په ډېره اندازه سره پيدايښتي ( يا نسلي ) او خندا د زده کړې په بنسټ منځ ته راځي

*****

خپل دود

پښتانه هر چيرې خپل دود، عزت او پت ساتې

د سر په بيه د خپل قام وطن عظمت ساتې

د باچا خان سياسي بچي که ډېر ټولي ټولي دي

بيرغ د سولې خو يې هر ټولې اوچت ساتې

گډه يې ژبه گډ تاريخ دی بېليدی کله شي

پښتونولې يې د اولس ملي وحدت ساتې

خير دی که ډلي بېلي بېلي نظريه يوه ده

ټول قام پرست خو د پښتو شان او شوکت ساتې

رقيبه چېرته به پټېږې پښتونخوا جوړېږې

ستوری د شپې تورو تيارو کې روڼ مالت ساتې

*****

ښکلا پرست

څومره مزه چې ساقی ستا په شونډو سرو کې شته دی

دومره مزه کله د ميو په پيالو کی شته دی

ښکلا پرست يم ساقی تش دا ستا ليدوته درځم

د ښکلا زور دی د مسکا مستو شيبو کې شته دی

ما ته د شونډو شربت راکه پيمانې نه غواړم

عشق کې ثواب د مينی تندی ماتوو کې شته دی

ميخانه وتړه راځه د گودر غاړې ته ځو

نشه د ميو خو کونړ د سيند اوبو کې شته دی

هلته حجری د پښتنو په ټنگ ټکور تودی دی

دقام د مينی جوش د ستوری ترانو کې شته دی

*****

د ژوندون څراغ

زه پښتون زلمی يم پښتنې مور نه پيدا يمه

مينه کې د ښکلو زه مين په پښتونخوا يمه

ما پښتو کول د پښتنې مور نه زده کړي دي

پت يمه، ښېگړه بېرته شاته