(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پل صراط

[02.Jul.2019 - 18:47]

پُل صِراط

 

مازیګر وو پر منبر ولاړ مُلا وو

د قیامت پر کیسه خلکو ته لګیا وو

 

ویل خلکو پر صراط لومړی تېرېږئ

د قیامت له عذابونو و بېرېږئ

 

د دوږخ پر سر دی پُل صراط نومیږي

ګناهکار چي پر تیریږي لاندي لویږي

 

هم تاریک دی هم تر توري لا تېره دی

نری جوړ په اندازه د تور وېښته دی

 

پر تیریږي به هر څوک چي مسلمان وي

اورته لویږي چي نیمګړی یې ایمان وي

 

یو ساده سړی ولاړ په عُمر ځوان وو

د ملاصاحب خبرو ته حیران وو

 

د صراط د پله کیسې ته حیرت وړی

رېږدېدی رنګ یې الوتی لکه مړی

 

له ملا څخه یې وکړله پوښتنه

چي راغلی یم له ډېر لیري وطنه

 

د صراط د پله له څنګه کوم دېوال سته؟

د لاسونو ټینګولو څه مجال سته؟

 

ملا وویل سړیه دا څه وایئ؟

ته پوهېږې چي په څه ژبه ګویا یې؟

 

نه دېوال سته نه څوک ځان سي ټینګولای

نه په پړي پوري څوک سي لاس نیولای

 

پر هغه پله د ایمان په زور تېرېږې

چي ایمان دي نه وي لاندي به ورلوېږې

 

سړي وویل چي نه پړی نه دېوال وي

پُل تېره وي هم تاریک زما به څه حال وي

 

ما درواخله له دې پله څخه لوېدلی

خدای په ما د جنت مخ نه دی لیدلی

 

چي سړی ګوري سل ګوني بندي لاري

د افغان سوله همداسي لیري ښکاري

 

هره لار یې هم اغزنه هم تیاره ده

بس یوازي له خالق سره چاره ده

 

تر قیامته به کړیږو له بدیو

په لاسو کي به لوبیږو د پردیو

 

خوږوو به خولې د ګوړي په ویلو

په ارمان به مرو د سولي د لیدلو.

 

عبدالباري جهاني

د ۲۰۱۹ کال د مي نهمه،

ویرجینیا

-
بېرته شاته